د پښتو ژبې مشهور حماسي شاعر مطیعالله تراب مړینه د ګڼو لیکوالانو، شاعرانو او د ادب مینهوالو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
ښاغلی تراب تېره ورځ (دوشنبه، د چنګاښ ۲۳مه) د زړه د حملې له امله وفات شو. د هغه کورنۍ د مړینې خبر تایید کړی دی.
تراب، چې یو انقلابي او حماسي شاعر و، د لر و بر پښتنو تر منځ یې ګڼ شمېر مینهوال لرل. د پښتو ژبې ګڼو لیکوالانو، شاعرانو او د ادب مینهوالو د هغه پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
تراب په وروستیو کې د طالبانو پر پالیسیو نیوکې کولې او خپل غږ یې د شعر او لیک له لارې پورته کاوه. هغه په یوه تلویحي شعر کې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده پر نهحاضرۍ نیوکه کړې وه، چې ولې هغه د خلکو په منځ کې حضور نه لري.
له بلې خوا، یو شمېر ټولنیزو فعالانو او د پښتو ژبې مینهوالو د تراب ناڅاپي مړینې ته په غبرګون کې پوښتنه کړې، چې ولې د هغه د ناروغۍ په اړه تر دې وړاندې معلومات نه وو ورکړل شوي.